د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د
سوريې خبري رسنيو د جنورۍ په ۲۵مه نېټه ويلي، چې د امريکا ځواکونو په دې وروستيو کې
د مجرمينو د تعقيب په پلمه د دغه هېواد د شمال ختيځ حسکه ولايت په يوې استوګنيزې
سيمې وحشي بريدونه کړي او ښوونځي او کورونه يې ويجاړ کړي دي.
د مالوماتو له مخې، د داعش وسله والو د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د حسکه ولايت په مرکز الحسکه ښار کې د يو زندان په بهر کې د موټر بم چاودنه وکړه او د زندان دروازې يې ويجاړې کړې او د داعش څو مجرمين يې ازاد کړل. په دې وروستيو کې د زندان په بهر کې د سوريې د ډيموکراتيکو ځواکونو او د داعش وسله والو تر منځ مسلسلې نښتې رامنځته کېږي. د امريکا پوځ د تښتېدلو مجرمينو د تعقيب په پلمه د سيمې پر ملکي ودانيو بريدونه کړي چې له امله يې څو کورونه او ښوونځي ويجاړ شوي او زرګونه عام وګړي بې کوره شوي دي.
د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا دغه وحشي کړنې په کلکو ټکو وغندلې. (شکريه)