په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د جنورۍ په ۲۵مه نېټه په جګړو کې د ملکي وګړو د ساتلو په تړاو د امنيت شورا په علني بحث کې وويل، چې چين پر بېلا بېلو هېوادونو او د جګړو پر ښکيلو خواوو يو ځل بیا غږ کوي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په موده کې جګړې بندې کړي او له دغو لوبو څخه په استفادې دې د ډيالوګ او خبرو اترو له لارې خپلمنځي اختلافونه او توپيرونه لېرې کړي او د مقاومت پر ځای دې يو بل ته د همکارۍ لاسونه ورکړي.
(غاټول)