شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو په ۳۶م کورس کې ګډون وکړ
CMG2022/01/26 14:44:52
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د جنورۍ د ۲۴مې نېټې په ماسپيښين اوج ته د کاربن ډای اکسايد ايستلو اندازې د رسېدو او د کاربن حنشی کېدو موخو د پوره کولو په اړه ۳۶م کورس تر سره کړ، د يادې کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه کورس مشري وکړه او خپلو خبرو کې يې وويل، چې مرکزي کمېټې له نړيوالو او کورنيو حالاتو سره سم اوج ته د کاربن ډای اکسايد ايستلو اندازې د رسېدو او د کاربن حنشی کېدو موخو د پوره کولو ستراتېژيکه کړنلاره ټاکلې ده. موږ بايد يادو دوه موخو ته په درنه سترګه وګورو او له واقعي وضعيت سره سم او په جدي ډول اړوند اقدامات پلي کړو. (شکريه)