شي جين پينګ د نړيوالو خبري رسنيو د نوښت لومړي فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/01/26 21:44:33
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د نړيوالو خبري رسنيو د نوښت لومړي فورم ( CMG Forum) ته د مبارکۍ پيغام  ولېږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به ژر پرانيستل شي او چين به نړۍ ته ساده، خوندي او ښايسته اولمپيک لوبې وړاندې کړي.  (( په ګډه د لوړې ټکنالوجۍ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره )) د دغه فورم اصلي عنوان دی. نوموړي هيله ښودلې، چې ګډونوال مېلمانه د فورم تر اصلي عنوان لاندې د نظريو تبادلې وکړي، د اولمپيک روحيه خپره کړي او د اولمپيک د ژمنيو لوبو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د چين ميډيا ګروپ په کوربه توب د نړيوالو خبري رسنيو د نوښت لومړي فورم (CMG Forum) په همدې ورځ په بېجينګ کې پرانيستل شوی دی.