د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو سپورټي پلاوي د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو ته په تمه دي
CMG2022/01/26 16:33:12
شريکول:

کابو نهه ورځې وروسته يعنې د فبرورۍ په څلورمه نېټه به د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې پېل شي. د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو سپورټي پلاوي په يادو لوبو کې د ګډون په موخه په دې وروستيو ورځو کې په وار سره بېجينګ ته رسېدلي دي. دوی د دغو لوبو لپاره فعال چمتوالی ښودلی او خپلو ښو پايلو ته په تمه دي.  

روسيې چې د سوچې د ۲۰۱۴م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو کوربه هېواد و، د بېجينګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې د ګډون لپاره يو ۵۰۰ کسيز هئيت چين ته لېږلی، چې پکې څه باندې ۲۰۰ لوبغاړي شامل دي او دوی به په ۱۵ ډولو سياليو کې ګډون ولري.

 د روسيې د سپورټ او ورزش وزير اوليګ ماټېټسين د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د يادونې په وخت کې وويل:

 ((په داسې حال کې چې په نړۍ کې کرونا وبا لا هم د خپرېدو په حال کې ده، د چين حکومت او اولمپيک نړيوالې کمېټې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د چمتوالي په برخه کې ډېر ښه کارونه کړي دي. باور لرم، چې ټولې نړۍ ته به ډېرې په زړه پورې لوبې وړاندې شي.))

ناروې د اولمپيک ژمنيو لوبو په تاريخ کې ډېر بريالی هېواد بلل کېږي او تر اوسه يې د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې ۳۶۸ مډالونه تر لاسه کړي دي، چې پکې ۱۳۲ طلايي مډالونه دي او دغه دواړه شمېرې په نړۍ کې لومړی مقام نيسي. ناروې بېجینګ ته ۸۳ لوبغاړي ليږلي او دوی به په ۹ ډولو سياليو کې ګډون ولري. د ناروې لوبغاړي د یخ او واورو په لوبو کې ډېر لوی لاس لري.

المان هم د يخ او واورو لوبو کې د يوه غښتلي هېواد په توګه بلل کېږي. الماني پلاوي د اولمپيک د تېرې دورې ژمنيو لوبو کې ۳۱ مډالونه ګټلي، چې دغه شمېر تر ناروې وروسته د مډالونو په لېست کې دوهم مقام نيسي. د المان ۱۴۸ لوبغاړي به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په ۱۴ ډولو سيالیو کې برخه واخلي.

د المان مشهور لوبغاړی لوخ، چې د اولمپيک په پخوانيو ژمنيو لوبو کې يې درې طلايي مډالونه تر لاسه کړي، داسې وويل:

((دا زما لپاره لويه ننګونه ده، ځکه د بېجينګ اولمپيک ژمنو لوبو د سيالۍ لاره ګرانه ده او سيالۍ پکې ډېرې تېزې ترسره کيږي. د اولمپيک ژمنۍ لوبې په هرو څلورو کلونو کې يو ځل تر سره کېږي، نو ټول لوبغاړي د دې لپاره پوره چمتوالی نيسي.))

د فرانسې پلاوي څلور کاله مخکې، د کوريا جمهوريت د پيونګ چانګ د ۲۰۱۸م کال اولمپيک ژمنيو لوبو کې ۱۵ مډالونه ګټلي وو. فرانسې اوس بېجينګ ته ۸۶ لوبغاړي ليږلي او دوې به په ۱۰ ډولو سياليو کې ګډون ولري.

د فرانسې د سکي وهلو ټولنې تخنيکي مسؤل بيان ساګي د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د يادونې په وخت کې وويل:

((موږ لوړه موخه لرو، په بېجينګ کې به د ۵ طلايي مډالونو په شمول د ۱۵ مډالونو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړو. دا زما شخصي موخه نه ده، دا د فرانسوي پلاوي ټينګ هوډ دی. موږ په دې پوهېږو، چې دا يوه لويه ننګونه ده، خو موږ باور لرو، چې خپلې موخې ته به رسېږو.))

بر سېره پردې، جاپان هم بېجينګ ته يو لوی پلاوی لېږلی او د غړيو شمېر يې د پخوا په پرتله ډېر دی. جاپاني پلاوي د المپيک د تېرې دورې لوبو کې ۱۳ مډالونه تر لاسه کړي او اوس هم په لوړ هوډ بېجينګ ته تللي او غواړي، د تېرې دورې په پرتله لا ښه وځليږي او ښه پايله ترلاسه کړي.

د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي پر کنګل د چټکې ځغاستې غوره جاپاني لوبغاړې کودايرا ناو وويل:

((د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو کې د ګډون فرصت ډېر ارزښتناک دی، زه ډېر منندوی یم چې دغه فرصت مې تر لاسه کړی. زه به په کنګلي لوبو کې د خپلې سويې د پر له پسې لوړتيا لپاره هڅې وکړم. ))

پر يادو هېوادونو سر بېره، د کاناډا، سويډن او ايټاليا په شمول نورو زياتو هېوادونو او سيمو هم خپل لوی سپورټي پلاوي بېجينګ ته لېږلي دي.

د دې ترڅنګ، ځېنو هېوادونو په اولمپيک ژمنيو لوبو کې په لومړي ځل د ګډون فرصت تر لاسه کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د سعودي عربستان دوه لوبغاړي به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پر لوړو غرونو د سکي وهلو په سياليو کې ګډون ولري او دا د دغه هېواد په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې په دغو لوبو کې برخه اخلي. دغه راز، پاکستانی لوبغاړی کریم به هم د خپل هېواد په استازيتوب پر لوړو غرونو د سکي وهلو په سياليو کې برخه واخلي.