د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ۲۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د اولمپيک د نړيوالې کميټې رئیس توماس باخ د جنورۍ په ۲۲مه نېټه بېجينګ ته رسيدلی او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په اړوندو فعاليتونو کې به ګډون وکړي.
جاو لي جيان وويل، چې د کمبوډيا پاچا نوردوم سيهامورني او د کوريا جمهوريت د پارلمان مشر پارک بيونګ سيوک به هم د يادو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
(غاټول)