د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره د سیاسي اړيکو د ټينګېدو د دېرشمې کاليزې په مناسبت د ويډيويي غونډې مشري وکړه او پکې يې يوه مهمه وينا وکړه.
د يادو هېوادونو مشران په تمه دي، چې په راتلونکې اوونۍ کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او له چين سره د راتلونکي پرمختګ په لور ګامونه واخلي. دوی باور ښودلی، چې چين به د کرونا وبا د خپرېدو په درشل او ستونزمنو حالاتو کې په ټاکلي وخت د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې تر سره کړي او نړيوالو ته به نوې ټوکېدلې هيلې ورکړي.