د بېلا بېلو هېوادونو سپورټي پلاوي به د بېجينګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې ګډون وکړي
CMG2022/01/26 17:04:19
شريکول:

د روسيې اولمپيک کمېټې د جنورۍ په ۲۵ مه نېټه يو ۴۶۱ کسیز پلاوی د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو کې د ګډون په پار چين ته وليږه، چې پکې  ۲۱۲ لوبغاړي شامل دي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين خپلو لوبغاړو ته د مبارکۍ پيغام هم لېږلی دی.
نوموړي باور ښودلی، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به ډېرې ښې او په لوړه کچه ترسره شي.
 د کوريا جمهوريت حکومت د روانې مياشتې په ۲۵ مه نېټه پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد د کلتور او  سپورټ وزير هوانګ هي په مشرۍ يو پلاوی به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو کې د ګډون په موخه چين ته ولاړ شي او د دغه هېواد د پارلمان مشر پارک بيونګ سيوک به د يادو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
د سويډن اولمپيک کمېټې د روانې مياشتې په ۲۴ مه نېټه اعلان وکړ، چې ۱۱۶ لوبغاړي به يې د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې ګډون وکړي، چې د لوبغاړو شمېر يې په تاريخ کې تر ټولو زيات دی.

(مينه)