په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۲۷۹۶۷۰۴ ته رسېدلی
CMG2022/01/26 10:27:10
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۲۵ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۵ مې نېټې د مازديګر تر ۷ بجو او ۵۴ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۲۱۵۸۷۸۵ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۳۵۲۷۹۶۷۰۴ ته رسېدل دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۶۱۸۹ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۵۶۰۰۴۳۴ ته رسېدلی دی.

(مينه)