د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا پوليسو د جنورۍ په ۲۵مه نېټه ويلي، چې دوی د صدراعظمۍ ماڼۍ د تېرو دوو کالونو د هغو غونډو پلټنه کوي، چې ښايي د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول له اړوندو مقرراتو څخه پکې سرغړونه شوې وي.
د لندن د پوليسو مشر ويلي، چې بريتانويانو د صدراعظمۍ ماڼۍ دغو غونډو ته پاملرنه کړې او د دې هېواد د کابينې دفتر څار ډلې هم په دې اړه معلومات وړاندې کړي دي.
د لندن پوليس غواړي، چې د صدراعظمۍ ماڼۍ او حکومتي دفترونو د هغو فعاليتونو او غونډو پلټنه وکړي، چې په تېرو دوو کالونو کې يې ترسره کړې دي.
پولیس وايي، چې په دغو غونډو او فعاليتونو کې ښايي د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول له اړوندو مقرراتو څخه سرغړونه شوې وي.
د بوريس جونسن په حکومت کې مخکې هم د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول له مقرراتو څخه د سرغړونې ځينې کړنې رسنيزې شوې وې.
د بريتانيا د يوه ارګان د سروې څه باندې نيمه برخه مرکه منونکي په دې اند دي، چې بوريس جونسن دې دندې استعفا وکړي.
(غاټول)