د چين پسرلنی جشن بهرنيو توليداتو ته ښه بازار برابروي
CMG2022/01/26 16:35:13
شريکول:

د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې، د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ ۳۱مه نېټه به د چين له پسرلني جشن سره برابره وي.

 پسرلنی جشن د چينايانو ډېر مهم اختر دی او د دغه جشن د لمانځنې لپاره د خواړو او جامو په شمول رنګارنګ شيان چمتو کوي. د چين د ګمرکي ادارې شمېرنې ښيي، چې په ۲۰۲۱م کال کې د چين د نړيوالې سوداګرۍ عمومي اندازه په لومړي ځل له ۶۰۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې او نوی ريکارډ يې تينګ کړی دی. چين په نړۍ کې د دوهم لوی اقتصاد په توګه د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره ځوځنده ځواک او د بېلا بېلو هېوادونو توليداتو ته پراخ بازار برابروي.

بهرنيو توليداتو د انلاين تجارتي چارو د چټک پرمختګ پر مټ، د چينايانو پاملرنه راخپله کړې او د چين په بازار کې یې ځای موندلی دی او چينايان هم بهرني توليدات ډېر خوښوي.

 د تېر کال په نومبر کې د چين د وارداتو څلورم نړيوال نندارتون ترسره شو، چې په ترڅ کې يې افغان جلغوزي هم په انلاين مارکېټ کې ډېر ګرم تاو شول او يوازې په دوو ساعتو کې کابو ۲۶ ټنه جلغوزي وپلورل شول.

په افغانستان کې د چين سفارت خبر ورکړی، چې د تېر کال له نومبر راهيسې، څه باندې ۱۵۰۰ ټنه افغان جلغوزي چين ته انتقال شوي دي. چيني مشتريان د افغانستان له غوره کرنيزو توليداتو څخه خوند اخلي او افغان بزګر او سوداګر هم ورڅخه ښې ګټې تر لاسه کوي او دغه شان نړيوال تجارت د دواړو هېوادونو لپاره ډېر ګټور دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو ډيپلوماتانو په تېرو څو ورځو کې په انلاين تجارتي فعاليت کې چيني مشتريانو ته د خپل هېواد غوره توليدات وروپيژندل. مثلأ، چين کې د ازبکستان، کمبوډيا او پاکستان تجارتي مستشارانو او ډيپلوماتانو په جلا جلا توګه په انلاین پلورنځيو کې چيني مشتريانو ته د مېوو، خوږو او کيکونو په شمول د خپل هېواد غوره توليدات وروپيژندل. په ورته وخت کې د چين په نينګ بو ښار کې د پرچون وارداتي توکو د انلاين پلورنې اندازه تر نورو ښارونو مخکې له ۱۰۰ ميليارډو ژن مين بي يوانو څخه واوښته او اوس د دغه ښار بېلا بېلې برېښنايي تجارتي تصدۍ د پسرلني جشن په موده کې د چيني بازار د سترو اړتياوو د پوره کولو لپاره کار کوي او دا د بهرنيو توليداتو او نړيوالو تصديو لپاره ډېر ښه فرصت بلل کيږي.

   د تازه اټکل له مخې، د ۲۰۲۱م کال لپاره به د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې د چيني اقتصاد خدمتي انډول ۲۵ سلنې ته ورسېږي او د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه به د چين اقتصادي او سوداګريزه سمسورتيا د نړيوال اقتصاد د غوړېدو سبب وګرځي.

که څه هم اوس کرونا وبا په ګردې نړۍ کې په خپرېدو ده او د نړيوال اقتصاد پر پرمختګ يې منفې اغيزې کړي، خو د افغانستان او چين په شمول بېلا بېل هېوادونه به د ګډې مشورې، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو د متقابل درناوي پر بنسټ ګډ پرمختګ ومومي.

د زمانې د پرمختګ څپې به خوريږي او څوک به يې مخه نشي نيولی.