شي جين پينګ د شان شي ولایت د ځايي وګړيو د حال احوال پوښتنه وکړه
CMG2022/01/27 15:48:57
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د چین تر دودیز پسرلني اختر مخکې د جنورۍ په ۲۶مه نېټه شان شي ولايت ته سفر وکړ او د یاد ولایت د خوه جو ښار د شه جوانګ ولسوالۍ له څو کلیو څخه يې ليدنې وکړې او د ځايي اوسېدونکو د حال احوال پوښتنه يې وکړه. 

شي جين پينګ په يادو کلیو کې له طبیعي ناورینونو وروسته د بیارغونې، د غلودانو د کرکيلې، په سوړ ژمي کې د خلکو ژوند او د بېوزلۍ د له منځه وړلو برياليتوبونو د ټينګېدو او د کليوالو سيمو د سمسورتیا چارو د روانېدو حالات له نږدې وليدل او اړوندو ادارو ته يې د چارو د لا ښه کېدو لارښوونې وکړې.  (هيله)