چین: ناټو باید د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره ګټور کارونه ترسره کړي
CMG2022/01/27 11:37:04
شريکول:

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې وندې شیرمن څو ورځې مخکې د ناټو د غړو شمېر د پراخېدو خبر ورکړی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د جنورۍ په ۲۶مه نېټه په یوه خبري ناسته کې په دې اړه وويل، چې ناټو په نړۍ کې د تر ټولو لوی نظامي اتحاد په توګه باید د سړې جګړې نظرونه او تعصب پرېږدي او د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره دې ګټور کارونه ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چین له دې سره ټينګ مخالفت کوي، چې ځيني هېوادونه د سياسي موخو لپاره کوچنۍ ډلې جوړوي، بلکې نړۍ دې د ګډې همکارۍ پر بنسټ نوې امنیتي نظریه رامنځته کړي. چین دا نظر لري، چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک بايد تر امنیتي ضمانت لاندې وي او د نړۍ ټول هېوادونه بايد د مختلفو ستونزو او ننګونو ضد د مبارزې لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. نوموړي هیله وښودله چې اړوندې خواوې یو د بل د پاملرنې وړ امنيتي مسئلو ته پاملرنه وکړي او د متقابل درناوي پر بنسټ د مشورو له لارې توپيرونه ښه حل کړي. (هيله)