شي جين پينګ د پسرلني ختر په مناسبت د بريتانيا د ۴۸ ګروپونو کلب فعاليت ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/01/27 15:07:32
شريکول:

د بريتانيا د ۴۸ ګروپونو کلب د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د بريتايا او چين ترمنځ د سوداګرۍ له ټولنې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ټولنې سره يو ځای په لندن کې د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د لمانځنې فعاليت تر سره کړ. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ د دغه فعاليت په مناسبت نوموړي کلب ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په خپل پېغام کې ويلي، چې د جاک پيري په شمول د ځينو بريتانوي تصديو خاوندانو د تېرې پېړۍ په پنځمه لسيزه کې چين ته سفر کړی او پر چين يې د لويديځو هېوادونو سوداګريزو بنديزونو ته يې ځواب ویلی دی او د نوموړي دغه سفر د يخ ماتولو سفر په توګه بلل کيږي. روان کال د چين او بريتانيا ترمنځ د سفيرانو په کچه د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کليزې سره برابر دی او موږ د تاريخ د يادولو په وخت کې د تېر نسل هغه ملګري له ياده نه باسو، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي. 

شي جين پينګ هيله ښودلې، چې د دواړو هېوادونو سوداګريز استازي د يخ ماتولو روحيه وساتي او د خپلمنځي همکارۍ د لا پياوړتيا له لارې دواړو هېوادونو او خلکو ته ګټې ورسوي.