د چين د شان شي ولايت د فن شي ولسوالۍ دوان کلی
CMG2022/01/27 17:08:57
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د شان شي ولايت د فن شي ولسوالۍ له دوان کلي څخه ليدنه وکړه.

دغه کلی ۱۶۲۷ تنه نفوس لري او پخوا ډېر بېوزله و، په ۲۰۱۴م کال کې د دغه کلي د ۸۹۴ کسانو نومونه د بېوزلو کسانو په لېست کې ليکل شوي وو. دغه کلی په ۲۰۱۹ م کال کې له بېوزلۍ څخه ووت او د کرنيزو چارو، د حيواناتو د روزلو او د لمريزې برېښنا د شيشه يي تختو په شمول د صنايعو په مختلفو برخو کې يې پرمختګ وموند، چې له دې امله په ۲۰۲۱م کال کې د دغه کلي د هر کس منځنی عايد ۱۲ زرو يوانو ته رسيدلی و.