ګوټریس له افغانستان سره د بشردوستۍ د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه
CMG2022/01/27 11:25:46
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریس د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د امنیت شورا په یوې مباحثوي غونډې کې ويلي، چې د افغانستان بشري وضعیت لا هم ډېر سخت دی او نړیواله ټولنه باید له دغه هيواد سره د بشردوستۍ ډېرې زياتې مرستې وکړي او افغانان دې وژغوري.

ګوټریس ويلي، چې افغانان له کړاوه ډک ژمی تېروي او په ورته وخت کې د کرونا وبا په شمول له یو لړ ناروغیو سره هم مخ دي.
نوموړي غوښتنه کړې، چې د افغانستان پر وړاندې ځينو شرایطو او خنډونو، نه یوازې د دغه هيواد پر اقتصادي پرمختګ فشار راوستلی، بلکې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستندویه کړنو پر وړاندې يې هم ستونزې راپورته کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو پر مخ د نړیوالې ټولنې دروازه خلاصه ده او له نړیوالې ټولنې او امنیت شورا سره دې نږدې همکارۍ او د ترهګريزو ګواښونو مخنیوی وکړي او اغېزناکې امنیتي ادارې دې جوړې کړي.
امنیت شورا د تېر کال په ډسمبر کې ۲۶۱۵م پرېکړه ليک تصویب کړی، چې له مخې يې افغانستان سره د بشردوستۍ مرستو ته پکې اجازه ورکړل شوې ده. (هیله)