د امريکا حکومت په دې وروستيو کې اعلان
کړی، چې د کرونا وبا د مخنيوي په اړه د چين د جدي پاليسيو له امله غواړي، له دغه
هېواد څخه خپل ډيپلوماتان وباسي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د جنورۍ په ۲۶مه نېټه په دې اړه وويل، چې د امريکا دغه پرېکړه ډېره مغلقه ده او چين د امريکې د دغې کړنې له امله ناخوښی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د کرونا وبا د خپرېدو په اوسنيو حالاتو کې، چين تر نورو هېوادونو ډېر خوندي دی او له چين څخه د امريکايي ډيپلوماتانو وتل به پر کرونا وبا د اخته کېدو شونتيا نور هم زیاته شي. (شکريه)