د ارمنستان لومړي وزير د کرونا ټېسټ مثبت ختلی
CMG2022/01/27 11:43:52
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ارمنستان صدراعظمۍ ماڼۍ د جنورۍ په ۲۶مه نېټه خبري رسنيو ته تائيد کړې چې د دغه هېواد لومړي وزير نیکول پشنیان د کرونا ټېسټ مثبت ختلی دی. اوس هغه په خپل کور کې قرنطین دی. 

دا دوهم ځل دی چې پشنیان پر کرونا وبا اخته شوی. نوموړي د ۲۰۲۰م کال د جون په لومړۍ نېټه په ټولنيزو رسنیو کې اعلان وکړ چې هغه او د کورنۍ غړي يې پر کرونا وبا اخته شوي دي. (هيله)