امريکايي سياستوال بدرنګه ښکاري
CMG2022/01/27 14:06:44
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت غواړي، چې په چين کې د امريکا د سفارت ډيپلوماتان او کورنۍ غړي يې له دغه هيواد څخه وباسي او لامل يې د چين له نيول شویو جدي تدبيرونو سره تړلی بللی دی.

د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو ته کابو لس ورځې پاتې دي، خو امريکایي سياستوال پوره هڅې کوي، چې یادو لوبو ته سياسي رنګ ورکړي او له دې لارې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې پر چين تورونه ولګوي او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو مخه ونيسي.

د دوی دا کړنې د امريکايي سياستوالو بدرنګي ښکاره کوي.

د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو په رارسيدو سره د امريکايي سياستوالو ناسمې کړنې مخ پر زياتېدو دي.

امريکا لومړی اعلان وکړ، چې د يادو لوبو پرانيستونکو مراسمو ته به خپل چارواکي ونه ليږي، بيا يې چين ته د چیني هوايي شرکتونو الوتنې لغوه کړې او اوس غواړي، چې له  چين څخه امريکايي ډيپلوماتان او کورنۍ غړي يې وباسي. د دوی له يو لړ کړنو څخه د ځينو امريکايي سياستوالو بدرنګي ښکاره کيږي. نړيوال هم پرې ښه پوهيږي، چې امريکايي سياتوال له بېلا بېلو لارو چارو غواړي، د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو مخه ونيسي، چې دا کړنې يې نه يوازې د اولمپيګ له روحيې څخه څرګنده سرغړونه ده، بلکې د نړيوالې ټولنې يووالي او همکاريو ته هم زيانونه رسوي.

چين د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او اوس تر ټولو خوندي هېواد دی، خو په امريکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر او د مړينې شمېر په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی.  که امريکايي ډيپلوماتان او کورنۍ غړي يې له چین څخه ووځي، نو دوی به پر کرونا د اخته کېدو له خطرونو سره مخ شي.

 عام خلک پر دې ښه پوهيږي، چې ځيني امريکايي سياستوال نه پوهيږي.

 امريکايي سیاستوال د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې خپلو تدبيرونو ته پاملرنه نه کوي، بلکې يوازې پر چين تورونه لګوي او مسخره يې جوړه کړې ده.

د چين حکومت ژمنه کړې، چې د نړۍ لپاره به اسانې، خوندي او په زړه پورې سپورټي لوبې تر سره کړي، نو د اوميکرون ويروس د خپرېدو او د دغو لوبو په موده کې د کرونا وبا مخنيوی او کنټرول ډېر مهم کار بلل کيږي. چين د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په موده کې د امريکايی لوبغاړو په شمول د ټولو لوبغاړو د خونديتوب لپاره دقيق، اغيزمن او جدي تدبيرونه نيولي، تر څو دوی خپلو کورونو ته بيا خوندي ستانه شي. د دې ترڅنګ د چين حکومت د ويانا د ډيپلوماتيکو اړيکو او د ويانا د قونسلګريزو اړيکو د تړونونو له مخې د ډيپلوماتانو حقه حقونو ته هم ډېره پاملرنه کوي او دغه کړنه يې د نړيوالې ټولنې له خوا هم ستايل کيږي.

 د جرمني د اولمپيک کمېټې طبي کارپوه بابالا ګاټنير په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې ويلي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په موده کې د چين له خوا نيول شوي تدبيرونه جدي دي او بېجينګ د نورو ځايونو په پرتله ډېر خوندي دی.

د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې نه يوازې د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ د سيالۍ ډګر دی، بلکې د انسانانو د يووالي او دوستۍ د ټينګېدو سمبول هم بلل کيږي، خو د امريکایي سياستوالو د سیاسي لوبو ډګر به ونه ګرځي.

د اولمپيک نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ چين ته رسيدلی دی

د روسيې، پولنډ او ارجنتاين ولسمشرانو او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو مشرانو اعلان کړی، چې د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې به ګډون وکړي.

د نړۍ د کابو سلو هېوادونو او سيمو ۲۸۰۰ لوبغاړي به په چين کې راغونډ شي او په المپيګ ژمنيو لوبو کې به برخه واخلي. که څه هم ځينو امريکايي سياستوالو تل ناسمې څرګندونې کړي، خو دا کړنې به یې پر اولمپيک لوبو منفي اغيزه ونه کړي.

د پاملرنې وړ دا ده، چې چين د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د امريکا د نوي سفير باورليک ومانه، نو امريکا بايد له دې فرصت څخه په استفادې له چين سره د اړيکو په پرمختګ کې ښې چارې ترسره او خپله مثبته رويه دې څرګنده کړي.

چين هيله من دی، چې امريکا د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې اړوند مقررات مراعات کړي او سپورټي چارو ته دې سياسي رنګ نه ورکوي.