د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د جنورۍ په ۲۶مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازدیګر تر ۵ بجو او ۳۰ دقیقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۳ میلیونه، ۸۴۹ زره او ۱۳۱ نوې پېښې ثبت شوي او په دې سره عمومي شمېر يې ۳۵۶ میلیونو، ۹۵۵ زرو او ۸۰۳ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۹۲۲۲ تنه مړه شوي او د مړینې عمومي شمېر ۵ میلیونو، ۶۱۰ زرو او ۲۹۱ ته رسېدلی دی. (هيله)