د ژمني اولمپيک د ټکنالوژۍ شريکولو په تړاو
د نړيوالو رسنيو نوښت فورم د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د چين په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره
شو.
د رسنيود دغه فورم د چين ميډيا ګروپ، د اولمپيک ملي کميټې، د بېجينګ د
اولمپيک ژمنيو لوبو د تشکيلاتي کميټې او د علومو او ټکنالوژۍ وزارت لخوا په ګډه جوړ
شوی و او د نړۍ د ۷۸ هېوادونو او سيمو د ۱۴۵ رسنيو او نړيوالو سازمانونو استازو پکې
انلاين ګډون کړی و.
د اولمپيک نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ دغه فورم ته په وينا کې د دغه فورم مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې د چين ميډيا ګروپ د ډېرو ستونزو په لرې کولو او د نوښت هڅولو له لارې دغه فورم جوړ کړی دی. (شکريه)