د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د پرانيستلو په درشل، د چين ميډيا ګروپ د بهرنيو ژبو خبريالانو د اسيا او افريقا د ۱۵ هېوادونو له څه باندې ۲۰ سندر غاړو سره يو ځای د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د شعار (( يو ځای د ګډ راتلونکي په لور )) سندره جوړه کړې ده.
د رنګا رنګ پوستکو او ژبو لرونکو سندر غاړو د يادې سندرې له لارې (( يو ځای د ګډ راتلونکي په لور )) خپلې هیلې څرګندې کړې دي.
د دې تر څنګ، ياده سندره په دې وروستۍ موده کې د جاپان، مغولستان، لاوس، کمبوډيا، تايلنډ، ميانمار، اندونيزيا، ماليزيا، فليپين، پاکستان، نيپال، بنګلاديش، ايران، ترکيې، اسرائيل او کينيا ملي ژبو ته هم ژباړل شوې او د يادو هېوادونو په ملي رسنیو کې خپرې شوې دي.