د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د چین تر دودیز پسرلني اختر مخکې د شان شي ولایت د خوه جو ښار د شه جوانګ ولسوالۍ له فنګ نان هوان کلي څخه ليدنه وکړه او هلته يې تر سیلابونو وروسته د بیارغونې حالات له نږدې ولیدل.
یاد کلی د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د سختو بارانونو له امله سخت زیانمن شوی وی. د دغه کلي د ۱۹ کورنیو ۲۹ ودانۍ ړنګې شوي او د ۴۲ کورنیو ۶۵ ودانۍ پکې تخریب شوي دي . په دغه کلي کې اوس د بیارغونې کارونه بشپړ شوي او ځايي اوسېدونکي په نویو کورونو کې ژوند کوي. (هيله)