د پاکستان پوځ د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په بلوچستان ايالت کې د امنيتي ځواکونو پوسته د ۲۵مې نيټې په شپه د ترهګرو له بريد سره مخامخ شوه، چې له امله يې يو ترهګر وژل شوی او څو تنه نور ټپيان شوي او د امنيتي ځواکونو لس سرتيري پکې وژل شوي دي.
اعلاميه زياتوي، چې پاکستاني ځواکونو درې ترهګر نيولي او د نورو د نيولو په هڅې کې دي. د بلوچستان د ازادۍ جبهې د جنورۍ په ۲۶مه نېټه پر ټولنيزو ويلي وو، چې ياد بريد دوی تر سره کړی دی.