د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين په جنوبي سمندر کې د امريکا د لويدلې جنګې الوتکې د پيدا کولو علاقه نه لري
CMG2022/01/28 11:33:49
شريکول:

امريکا په جنوبي سمندر کې يو پوځي تمرين تر سره کړ، چې په ترڅ کې يې یوه جنګي الوتکه نسکوره شوه. بهرنيو خبري رسنيو ويلي، چې ښايي چين له امريکا نه مخکې دغه جنګي الوتکه پيدا کړي. د ياد خبر په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ۲۷مه نېټه يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د امريکې د نسکورې الوتکې د پيدا کولو نيت او علاقه نه لري.