چين : امريکا بايد د انساني قاچاق په اړه خپلو جرمونو ته په خلاصو سترګو وګوري
CMG2022/01/28 11:35:22
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزازت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ۲۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې امريکا بايد لومړی د انساني قاچاق په اړه خپلو جرمونو ته په خلاصو سترګو وګوري.

د معلوماتو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د انساني قاچاق کلنی راپور خپور کړی دی. د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي، چې ياد وزارت به په روان کال کې په پر له پسې توګه پر هغو هېوادونو، چې د انساني قاچاق پېښې پکې تر سره کېږي، تورونه ولګوي او په مثال کې يې کيوبا، شمالي کوريا، روسيه او چين ياد کړي دي. ښاغلي جاو لي جيان د ده د يادو خبرو په اړه وويل، د انساني قاچاق پر ضد د چين اقدامات او برياليتوبونه ټولې نړۍ ته ښکاره دي، خو په دې برخې کې د امريکا جرمونه بيا ډېر سخت او د پام وړ دي. د اړوندو خبرونو له مخې، په تيرو ۵ کلونو کې د هغو کسانو کلنی شمېر، چې په امريکا کې پلورل شوي او هلته اجباري کارونه پرې کېږي، ۱۰۰ زرو ته رسېدلی دی. (شکريه)