چين د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره پلاوی جوړ کړ
CMG2022/01/28 15:04:26
شريکول:

چين د اولمپيک د ۲۴مې دورې ژمنيو لوبو لپاره د خپل سپورټي پلاوی د جنورۍ په ۲۷مه نېټه رسماً اعلان کړ. د دغه پلاوي د غړو شمېر ۳۸۷ تنه ښودل شوی، چې پکې ۱۷۶ لوبغاړي او د لارښوونکو، مشرانو او طبي خدمتګارو په شمول ۲۱۱ کارکوونکي شامل دي. د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د چين د پلاوي پيمانه د تېرو اولمپيک ژمنيو لوبو په پرتله لويه ده.

د چين ملي لوبډله ۸۹ نارينه او ۸۷ ښځينه لوبغاړې لري او د ځانګ، اويغور، مان، هوی او قزاقي قومونو په شمول د ۹ ملي لږکيو قومونو ۲۰ لوبغاړي هم پکې شامل دي، چې دا رقم د چيني لوبغاړو ۱۱.۳۶ سلنه برخه نيسي. د دغې لوبډلې ۷۴.۴۳ سلنه لوبغاړي په لومړي ځل په اولمپيک ژمنيو لوبو کې برخه اخلي او شمېر يې ۱۳۱ تنه ښودل شوی دی.

د چين لوبغاړي به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په ۱۰۴ سياليو کې ګډون وکړي.