له چين سره د ځينو هېوادونو د سوداګريزو اړيکو د پرې کولو څرګندونې بې بنسټه دي
CMG2022/01/28 14:11:59
شريکول:

د بريټانيا د لورينزا مشورتي شرکت مشر نيکولاس سپيرو ويلي، چې په تېرو څو کلونو کې د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې پرمختګ ته په کتو، له چين سره د ځينو هېوادونو د سوداګريزو اړيکو د پرې کولو څرګندونې بې بنسټه او بې ځايه دي.

د چين د ۲۰۲۱ کال د اقتصاد او د څو اړخيزو لاسته راوړنو له يو لړ شمېرو څخه ياد ټکی ښه ښکاري او هر څوک يې درک کولی شي.

د چين د تېر کال د مالونو وارداتي او صادراتي ارزښت ۳۹۱۰۰ ميليارډو يوانو ته رسيدلی او يو ځل بيا يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی. د دې ترڅنګ په چين کې تېر کال ۱۱۰۰ ميليارډه یوانه بهرنۍ پاګونه شوې او دغه شمېر په لومړي ځل له ۱۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه اوښتی دی.

 دغه راز په نورو هېوادونو کې د چيني تصديو مستقيمې پانګونې ۹۳۶ ميليارډه او ۶۹۰ ميليونو يوانو ته رسيدلي، چې دغه شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲.۲ زياتوالی ښيي. سربېره پردې چين په رسمي توګه د (CPTPP)تړوناو د ډيجيټلي اقتصاد د همکاريزو اړيکو تړون(DEPA)په اړه غوښتنليکونه وړاندې کړي او له نويزيلنډ سره يې د ازادې سوداګرۍ د تړون نوی پروتوکول لاسليک کړی او له کوريا جمهوريت او سينګاپور سره يې په خبرو اترو کې مثبت پرمختګونه کړي دي.

د چين د تېر کال  د سوداګرۍ له يادو لاسته راوړنو څخه ښکاري، چې دغه هيواد د ورخلاصون د پراخوالي لپاره خپلې ژمنې تل پوره کړي او له نورو هېوادونو سره يې اړيکې نورې هم نږدې شوې دي. د لويديځ سیاستوال د چین د دغو لاسته راوړنو پر وړاندې بیا هم له دغه هيواد سره د اړيکو د پرېکولو څرګندونې کوي، بايد د شرم احساس وکړي.

دا یو حقیقت دی، چې نړۍ چين ته اړتيا لري

 چین نړيواله فابريکه ګڼل کيږي، پياوړی توليدي توان لري او د نړيوالو ځنځيرونو د ثبات د ساتلو لپاره کليدي ځواک ګرځېدلی دی.

بلومبورګ خبري اژانس په يوې مقالې کې ليکلي، چې چين د نړۍ د ترټولو لوی سوداګريز هېواد په توګه کولی شي، چې د کرونا وبا په موده کې توليدي چارې تضمين کړي او دا چاره يې د نړيوالو صنعتي ځنځيرونو د تامينولو لپاره ډېره مهمه ده. که څه هم ځينو امريکايي سياستوالوغوښتل، چې له چين سره اقتصادي اړيکې وشکوي، خو د چين د ګمرکاتو د عمومي ادارې شمېرې ښيي، چې د تېر کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز ارزښت ۷۵۵ ميليارډو او ۶۴۵ میليونو امریکايي ډالرو ته رسيدلی، چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۸ اعشاريه ۷ زياتوالی ښيي او نوی ريکارډ يې جوړې کړی دی. له دې څخه هم ښکاري، چې چين او امريکا په سوداګرۍ کې يو پر بل تکيه لري، نو د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پرېکولو څرګندونې بې بنسټه او بې ځايه دي.

د چين ثابت بازار په تېرو دوو کلونو کې ډېرو نړيوالو تصديو ته فرصتونه برابر کړي او ډېرې ګټې يې ترې اخيستي دي. امريکا که څه هم په تېرو څو کلونو کې د چيني تصديو په مقابل کې ګمرکي تعرفې زیاتې کړي، خو دغې کړنې يې په چين کې د امريکایي تصديو د پانګونې مخنيوی نه دی کړی.

په شانګهای کې د امريکا د سوداګريزې ټولنې د سروې کابو ۷۰ سلنه ګډونکوونکو نظر ښيي، چې د راتلونکو له درېيو تر پنځو کلونو پورې به په چیني بازار کې بهرنۍ پانګونې د منځنۍ نړيوالې سويې په پرتله لوړې وي.

په چين کې شپېته سلنه شرکتونو په ۲۰۲۱م کال کې د ۲۰۲۰م کال په پرتله زياته پانګونه کړې ده. ياده سروې ښيي، چې په چين کې د زياتې پانګونې عمده لامل ښايي دا وي، چې د چین بازار د نورو بازارونو په پرتله نور زیات پټ قوت لري.

له ډېرو شمېرو او حقيقتونو څخه ښکاري، که نړۍ پرمختګ وکړي، نو چین به ترې ګټې واخلي او که چين پرمختګ وکړي، نو نړۍ به ترې ډېرې ګټې هم پورته کړي.