شي جين پينګ : د کرنې او کليو عصري کېدل د چين د عصري کېدو مهمه برخه بلل کېږي
CMG2022/01/28 10:54:25
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د ۲۶مې نېټې په ماسپيښين له شان شي ولايت څخه خپله ليدنه پيل کړه او د دې ولايت د فن شي ولسوالۍ د سنګ نيان علاقه دارۍ د دوان کلي د کليوالو د حال احوال پوښتنه وکړه. هغه وويل، د کرنې او کليو عصري کېدل د چين د عصري کېدو مهمه برخه بلل کېږي، نو موږ بايد د بېوزلۍ مخنيوی او د کليوالو سيمو سمسورتيا يو ځای کړو او د کليوالو ژوند د عصري کېدو لپاره هڅې وکړو.

دوان کلی مخکې د ډېرو بېوزلو سيمو په ليست کې شامل و او په ۲۰۱۴م کال کې په دغه کلي کې ۸۹۴ ډېر بېوزله وګړي ثبت شوي وو دغه کلي په ۲۰۱۹م کال کې له بې وزلې څخه خلاص شو او اوس يې خلک ارام ا هوسا ژوند لري. (شکريه)