د پاکستان صدراعظم عمران خان د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د چين کوښښونه وستايل
CMG2022/01/28 15:16:11
شريکول:

د پاکستان صدراعظم عمران خان د جنورۍ په ۲۷مه نېټه په اسلام اباد کې د چين له خبري رسنيو سره په مرکې کې ويلي، چې هغه به له چين څخه ليدنه وکړي او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې به ګډون وکړي. نوموړي دغه سفر ته تمه څرګنده کړې او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربه چين کوښښونه يې ستايلي دي.

عمران خان په مرکې کې ويلي، چې د بېلا بېلو سيمو پر سپورتي لوبو د کرونا وبا بدې اغېزې کړي او د چين چارې يې ستايلې دي، چې په ټاکلي وخت د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې تر سره کوي.

عمران خان د پاکستان د کرکېټ ملي لوبډلې مشر پاتې شوی دی. نوموړي د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو ته سترګې په لار دی او د چيني رسنيو خبريالانو ته يې ويلي، چې دا به د ده لومړي ځل وي، چې له نژدې د اولمپيک لوبې ننداره کړي.