په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۳۶۰ میلیونو، ۵۷۸ زرو او ۳۹۲ ته رسېدلی
CMG2022/01/28 11:03:43
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د جنورۍ په ۲۷مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين په ۴ بجو او ۳۷ دقيقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۳ میلیونه، ۳۹۵ زره او ۳۵۲ نوې پېښې زیاتې شوي او په دې سره عمومي شمېر يې ۳۶۰ میلیونو، ۵۷۸ زرو او ۳۹۲ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۱۰ زره او ۱۷۶ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۵ مليونو، ۶۲۰ زرو او ۸۶۵ ته رسېدلی دی. (هيله)