د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ د ۲۸مې نېټې په شپه د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې روسيه به د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو او اړوندو نورو سازمانونو د هغو کسانو شمېر زيات کړي، چې دغه هېواد ته د ننوتلو اجازه نه لري.
په دې بيانيې کې ويل شوي، د بنديز په ليست کې د اروپايي ټولنې د شخصي پوځي شرکتونو خاوندان، د روسيې ضد د اقداماتو غوره کوونکي او د روسي خلکو او خبري رسنيو د ګټو ويجاړوونکي شامل دي. روسيې په دغه هېواد کې د اروپايي ټولنې ديپلوماتيک پلاوی ته ياده پرېکړه اعلان کړې ده. (شکريه)