انتونيو ګوتريس د چين د پسرلني اختر او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ته مبارکي وویله
CMG2022/01/29 14:36:56
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريس د جنورۍ په ۲۸مه نېټه د يوې ويډيو په خپرولو سره د چين د پسرلني اختر او د بېجينګ د  اولمپيک ژمنيو لوبو ته مبارکي  وويله.

ګوتريس ويلي، د چين د بزګري جنترۍ له مخې به د پړانګ کال راورسېږي، پړانګ غښتلی او نه ويرېدونکې روحيه لري، دا ډېر قيمتي سيرت دی.  زه له چينايانو څخه مننه کوم، چې له څو اړخيزتوب او م.م کلک ملاتړ  کوي. زه په دې باور لرم، چې چين به په پر له  پسې ډول د دايمي سولې او دوامدار پرمختګ د پوره کولو لپاره هڅې وکړي. زه به د  بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د  پيل په مراسمو کې ګډون وکړم، هيله  لرم، چې دغه لوبې په سالم او خوندي ډول تر سره  شي.  (شکريه)