د چين ميډيا ګروپ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو او د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې د اولمپيک نړيوالې ټولنې له رئيس توماس باغ سره ځانګړې مرکه وکړه.
باغ په دې مرکه کې ويلي، د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې به د يخ او واورو لوبو نوې زمانه پيل کړي، د دغو لوبو له شعار څخه د لا يووالي هيله څرګنديږي، خلک باید سره همکاري وکړي او ګډې دندې دې پر غاړه واخلي، تر څو ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي.
نوموړي ويلي، د چين ميډيا ګروپ د اولمپيک لوبو د دايمي ملګري په حيث د اولمپيک روحيه چينايانو ته خپروي. هيله لرو چې خپلمنځي همکارۍ بيا ژورې کړو. (شکريه)