د هسپانيا د فضايي چارو ليکوال پيډرو ليون د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ ورځ کې د چين د فضايي چارو ادارې لخوا لېږل شوي هغه عکسونه کتلي، چې د تيان ون لومړي نمبر اکتشافي ماشين له مريخ څخه اخیستي دي. هغه د دغو عکسونو له کتلو وروسته وويل، چين ډېر پرمختللی فضايي ټېکنالوژي لري لکه چې سل کاله وروسته وموندل شي.
په دې وروستيو کلونو کې د چين د فضايی چارو زيات ستر برياليتوبونه همېشه په لومړي وخت کې د بېلا بېلو هېوادونو د خبري رسنيو په سرلیکونو کې خپاره شوي. نو د فضايي چارو بهرنيو مينه والو پوښتنې وړاندې کړې، چې د چين د فضايي چارو د پرمختګ رازونه څه دي؟ د ۲۰۲۱ م کال د چين د فضايي چارو په اړه سپين کتاب، چې د جنورۍ په ۲۸مه خپور شوی، دغو پوښتنو ته ځواب ورکوي. دا د چين لخوا د فضايي چارو په اړه پنځم سپين کتاب دی، چې د چين د فضايي چارو د پرمختګ په اړه مهم سند ګڼل کيږي.
په دغه سپين کتاب کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د فضايي ساينس، ټېکنالوژيو او کارونې په برخو کې د چين لاسته راوړنې راغونډې شوي، په راتلونکو پنځو کلونو کې د فضايي چارو د پرمختګ په اړه مهم پلانونه بیان شوي دي. د پام وړ خبره دا ده، چې په دغه سپين کتاب کې د لومړي ځل لپاره وړاندې شوي، چې په فضا کې به د انسانانو د برخليک ګډې ټولنې جوړونې هڅونه وشي او د چين رغوونکې او خلاصوونکې رويې څرګندې شوي دي.
په تېرو پنځو کلونو کې د چين په فضايي چارو کې د مشرتابه ډيزاین، د ساينس پوهانو د هڅونې او د خلاصوونکو همکاريو له کبله، په دې ساحه کې د نوښت پرمختګ چټک شوی دی. د بې دو په نامه د ګردې نړۍ د سپوږمکيو له لارې د لارښوونې سيستم جوړ او کارول شوی، د چين د فضايي سټېشن آبادۍ په هراړخيزه توګه پيل شوې او داسې نور د ليدو وړ برياليتوبونه رامنځته شوي دي.
د چين فضايي چارو په هراړخيزه توګه انکشاف کړی ، چې نه يوازې فضا لټونې شوې، بلکې فضايي ټېکنالوژي هم کارول شوې ده. د سولې په هدف د فضا لټونې او کارونې به د انسانانو لپاره يو لا ښه راتلونکی جوړ کړي.
له پنځو کلونو راهيسې د چين فضايي چارو د فضا د سرچينې او بدلون په شمول تر علمي مضمونونو لاندې سپوږمۍ او مريخ ته د رسېدلو په شمول د پروژو له لارې يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړي. دا ډېره مهمه خبره ده ، چې د چين فضايي ټولنې په رغوونکې توګه د نړيوال پرمختګ ستونزې حل کړي. د بېلګې په توګه د بې دو سيستم بېلا بېلو هېوادونو ته د اقليمي چارو، سفر، د توکو لېږد رالېږد، د دقيقو کرهنيزو چارو او د مصيبتونو د حلولو په برخو کې مرستې برابروي او د نړۍ د دواملرونکي پرمختګ مهم انجن يې ګرځيدلی دی.
فضا له ټولو انسانانو سره تعلق لري او فضايي فعاليتونه بايد ټولو انسانانو ته ګټې ورسوي. د چين د فضايي چارو خلاصوونکې، همکاريزې او شريکې رويې د ليدو وړ دي. له ۲۰۱۶م کال راهيسې چين د ۱۹ هېوادونو او ۴نړيوالو سازمانونو سره ۴۶ همکاريز تړونونه او ياداښتونه لاسليک کړي دي، د ټولې نړۍ لخوا د فضا د ادارې، د دوه او څو اړخيزو همکاريو د ميکانيزمونو د کارونې، د فضايي ساينس او تېکنالوژيو او کارونې په شمول ساحو کې يې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړې دي.
اوسمهال لا زيات هېوادونه د فضايي چارو پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي او نړۍ د فضايي چارو د پرمختګ په نوي پړاو کې ده. چين په دې وخت کې په فضايي ساحه کې په ګډه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو نظريې وړاندې کوي او بې له شکه د فضايي چارو او د انسانانو د ټولنې د پرمختګ تر منځ پر اړيکو ژورې اغيزې کوي، ځکه چې دغه نظريې د فضايي چارو پرمختګ هدف ته ځواب ورکوي.