چین: امريکا بايد له تایوان سره کوم رسمي تماس و نه نيسي
CMG2022/01/29 10:44:46
شريکول:

د امريکا مرستیالې ولسمشرې کمله هاریس څو ورځې مخکې د لوړې په مراسمو کې د تایوان له سیاستوال لای چینګ ده سره خبرې وکړې. ور پسې کمله هاریس په ډاګه کړې، چې د دوی په خبرو کې د چین ستره برخه نه ده یاده شوې. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د جنورۍ په ۲۸مه نېټه وویل، چین د امريکا او تایوان ترمنځ له هر ډول رسمي تماس سره کلک مخالفت کوي. تایوان د چین یو ولایت دی. لای چینګ ده د تایوان استقلالیت ټينګ ملاتړ کوونکی دی. امريکا باید د یو چین د پېژندنې د اصولو او د چین او امریکې د درېیو ګډو اعلامیو مقررات جدي مراعات کړي، باید د چین د دريځ درناوی وکړي او له تایوان سره دې هېڅ ډول رسمي تماس نه نيسي، چې د تایوان استقلال غوښتونکو ته هېڅ ناسمه  پلمه په لاس ورنشي. (هيله)