قطر، ترکيې او د افغانستان لنډمهالي حکومت د کابل هوايي ډګر د ادارې د څو کليدي موضوعاتو په اړه موافقه وکړه
CMG2022/01/29 10:48:29
شريکول:

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۸مه نېټه خبر ورکړ، چې قطر، ترکیې او د افغانستان لنډمهالي حکومت د جنورۍ په ۲۷مه نېټه په دوحه کې د کابل هوايي ډګر د ادارې په اړه د خبرو اترو تازه پړاو بشپړ کړی او د څو کليدي موضوعاتو په هکله يې موافقه کړې ده. درې خواوې به په راتلونکې اوونۍ کې د خبرو اترو وروستی پړاو ترسره کړي. که دوی اړوند تړون لاسلیک کړي، نو د افغانستان ټول کورني او بهرني پروازونه به عادي شي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه نېټه کابل ته داخل شول. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر کې د کابل هوايي ډګر د ځغاستې لارو په شمول تجهیزات يې ویجاړ شوي دي. ور پسې قطر او ترکيې د دغه هوايي ډګر د تجهیزاتو د ترمیم لپاره فني کار کوونکي کابل ته لېږلي  دي. د ترکيې د بهرنیو چارو وزير احمد داوود اوغلو څو ورځې مخکې ويلي، چې ترکیه او قطر به ښايي په ګډه د کابل هوايي ډګر په شمول د افغانستان ۵ هوايي ډګرونه اداره کړي.(هیله)