د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قرغزستان د ملي امنيت کمېټې د سرحدي دفاع بيوریو مطبوعاتي دفتر د جنورۍ په ۲۸مه نېټه خبر ورکړ، چې دغه هېواد او تاجکستان د سرحدي سيمې د شخړو د مخنیوي په اړه د اوربند تړون لاسليک کړی دی.
د مالوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو استازو له خبرو اترو وروسته د اوربند تړون لاسليک کړ. د دې تړون له مخې به، دواړه هېوادونه خپل ځواکونه خپلو دايمي اډو ته بیایي او د سرحدي سيمې د نښتو د مخنيوي لپاره به په ګډه ګزمې وکړي.
د روانې مياشتې د ۲۷مې نېټې د مازديګر د شپږو بجو شاوخوا، د قرغزستان او تاجکستان په اختلاف لرونکې سرحدي سيمه کې نښتې رامنځته شوې، چې له امله يې د قرغزستان ۱۱ سرتيري او د تاجکستان ۱۰ سرتيري ټپيان شول او د تاجکستان ۲ سرتيري نور ووژل شول. (شکریه)