امريکا به ختيځې اروپا ته ځینی سرتيري وليږي
CMG2022/01/30 15:14:39
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جوبايډن د جنورۍ په ۲۸مه نېټه وويل، امريکا به ختيځې اروپا ته ځینی سرتيري وليږي، تر څو د روسيې او اوکراین د سرحدي سيمې د ترينګلي وضعیت لپاره چمتوالی ونيسي.

نوموړي د سرتيريو د ليږلو مشخص مهالوېش نه ی ویلی. د امريکا د دفاع وزیر لوید اوسټين څو ورځې مخکې په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د روسيې او اوکراین په پوله کې د پوځي نښتې د رامنځته کېدو شونتیا شته، او دغه بحران د ډيپلوماتیکې لارې په وسیله ليرې کېږي. امريکا ژمنه کوي چې د اوکراین د دفاعي توان د لوړولو مرستې وکړي. (هيله)