د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بهرنيو هېوادونو او ملګرو ملتونو چارواکو د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د رارسېدو په درشل کې د دغه لوبو د بريالي کېدو هيله څرګنده کړه.
د بلاروس ولسمشر اليکزندار لوکاشنکو د دولتی راپور د وړاندي کولو په ترڅ کې ويلي، موږ د لوېديځو هېوادونو له دغه کړنې سره مخالفت کوي، چې سپورټ ته سياسي رنګ ورکوي. نوموړي وويل، بلاروس خپلو لوبغاړو ته د تشويق او هلې هلې نارې وهي.
د م.م مرستيال سرمنشي سيما سامي باهوس په چيني ژبه ويلي، هيله لرم چې ښځينه لوبغاړې د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې بريالې شي. په م.م کې د ناروې، پاکستان، قيرغزستان، مصر، فرانسې او روسيې دايمي استازو ويلي، بېجينګ ډېر د ستاينې وړ دی، چې تر دوبنيو لوبو وروسته د اولمپيک ژمنۍ لوبې بيا پکې تر سره شي او د اولمپيک لوبو روحيه خپروي، د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې به د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د تفاهم او دوستۍ د ژورتيا لپاره رول ولوبوي. (شکريه)