د امريکا په شمال ختيځ کې د واورې طوپان له کبله زرګونه الوتکې لغوه شوي
CMG2022/01/30 15:52:48
شريکول:

د امريکا د هوا پېژندنې دولتي ادارې د جنورۍ پر ۲۹مه نېټه خبر ور کړی چې د دې هېواد په شمال ختيځ کې د واورې طوپان رامنځته شوی او ډېرو سیمو ته زيانونه رسولي دي.

د امريکا د خبري رسنيو د خبر له مخې ياد طوپان د میساچوسټس، کنیکټیکټ، نیویارک او نیو جرسي په شمول لسو ایالتونو کې رامنځته شوي چې په ځينو سيمو کې د واورو ژوروالی له دېرش سانټي مترو څخه ډېر دی. په دې سېمو کي ډېرې ونې د بادونو له امله چپه شوي او د دې هېواد په ختيځ کې شاوخوا لس مليونه تنه د بريښنا د بندېدو له خطر سره مخ دي.

د واوري طوپان تر اغيزې لاندې د امريکا په نيويارک ښار کې ترافيکي شبکه بنده شوې ده. د بېلا بېلو کچو چارواکو له امريکايي خلکو څخه غوښتنه وکړه چې په کورونو کې پاتې شي او بيرون ته ونه وځي. د دې ترڅنګ د دې طوپان له کبله زرګونه الوتنې لغوه شوي دي.