افغان لوبغاړی: ورزش پوله نه لري، په چين کې د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره ډېره تمه لري
CMG2022/01/30 15:05:20
شريکول:

د واورو لوبې د نړۍ په ډېرو هېوادونو او سيمو کې مروجې دي. د افغانستان په مرکزي او شمالي ولایتونو کې د ژمي په موسم کې ډيره واوره وریږی او ډير ځوانان په کې د واورو لوبې کوي. په دې وروستيو کلونو کې په چين کې د واورو لوبو هم پرمختګ کړی دی. د بېجينګ د اولمپيک د سپورټي لوبو په رارسيدو سره دغو لوبو ته د خلکو پاملرنه مخ په زياتېدو ده. په دې اړه د چين د ميډيا ګروپ خبريالې له افغان لوبغاړي سيد عمر سهار سره مرکه وکړه. هغه د مرکې په ترڅ کې وويل چې افغان لوبغاړي د بېجینګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره ډېره تمه لري. د ده په اند ورزش پوله نه لري، نو هیڅکله او هیڅوک باید دا کوښښ ونکړي، چې لوبې دې له سیاست سره ګډې او د بېجينګ د اولمپيک سپورټي لوبو ته سياسي رنګ  ورکړي.

رښتيا ده چې تر ډيره حده د افغانستان د کابل او باميان په شمول هغو ولایتونو کې د واورو لوبې مشهوري دي، چې واوري په کې ډېر وريږي. په يادو ولایتونو کې په سلګونو ځوانان د سکی، سنوبورډینګ او رګبي لوبې کوي. د يوه لوبغاړي په توګه سيد عمر سهار صيب چې د سنوبورډ په لوبو کې ښه مهارت لري، په چين کې د ژمنيو لوبو لپاره ډېره تمه لري. هغه وويل چې یوازې زه نه، بلکې زیات شمیر افغان لوبغاړي غواړي چې په هغو لوبو کې برخه واخلي،خو په وروستيو کې په خپل هېواد کې د سياسي بدلون له کبله نه شو کولای چې بېجينګ ته سفر وکړو. په بیجینګ کې کیدونکې راتلونکې د المپیک ژمنۍ لوبې به ډيرې په زړه پورې وي، ځکه کڼ شمېر لوبغاړي به په کې برخه اخلي او د لوبغاړو د پرمختګ لپاره به ښه زمینه سازي وکړي. مونږ هیله مند یو، چې د کرونا وبا پر وړاندې دغه لوبي او د چین د حکومت هڅې بریالي شي.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې به ژر پيل شي، خو د ځينو هېوادونو سياستوال پوره هڅې کوي، چې یادو لوبو ته سياسي رنګ ورکړي او له دې لارې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې پر چين تورونه ولګوي او د بېجينګ  د اولمپيک ژمنيو لوبو مخه ونيسي. په دې هکله سهار صيب ويلي چې سیاست له لوبو او لوبې له سیاست څخه ډير لري دي، نو هېڅوک نه شي کولای چې ورزش له سياست سره ګډه کړي، ځکه سپورټي لوبې پوله نه لري او هر وخت او هر کله چې ورزش له سیاست سره ګډ شوی، ورزش په کې ښکار شوی دی. هيله لرو چې د کرونا وبا په وړاندې د چین د حکومت روانې هڅې بریالي شي. تر اوسه چې څومره هڅه شوې، زما په نظر مسؤولین یې ښه روان دي، مونږ هم هیله لرو، چې تر راتلونکو لوبو روان وضیعت لاپسې ښه کنټرول شي.

د ده په اند ژمنۍ لوبې داسې دي چې د رخصتیو په ورځو کې په کې لوبغاړي ځانونه مصروفوي، د هیوادوالو لپاره د سرګرمۍ ښه زمینه برابروي او د اړوندو ادارو اقتصادي حالت هم له فلج کیدلو ژغورلای شي. هغه وويل چې دغه لوبي د ډیرو هیوادونو لپاره د اقتصادي پیاوړتیا یوه ښه منبع ګرځیدلې، د هیوادونو ترمنځ یې اړیکې پراخې کړي، د لوبغاړو پر ژوند یې مثبت اغیز کړی دی. مونږ غواړو چې نه يوازې له چين سره بلکې له ټولو هېوادونو سره د ورزش په شمول ټولو برخو کې ښې اړيکې ټينګې کړو، یقیناً چې د ورزش په برخه کې ښې اړیکې د چین ـ افغانستان ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو ښه اغیز لرلای شي. نو هيله من یو چې په سپورټي چارو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادلې او تګ راتګ زيات شي او د دوه اړخيزو د اړيکو د ټينګېدو لپاره لاهم ښه رول ولوبول شي.

د مرکې په پای کې هغه هم د راتلونکو ژمنيو لوبو په هکله خپل پيغام وړاندې کړ او هيله يې وښودله چې دغه لوبې به په برياليتوب سره تر سره شي او د اولمپيک روحيه په ګرده نړۍ کې خپره شي.