د اوکراين ولسمشر وايې امریکا د دوي پرهېواد د روسیې د تېري کولو د خبر په خپرولو کي مبالغه کړي
CMG2022/01/30 16:11:46
شريکول:

د امريکا خبري رسنيو د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه خبر ورکړ، چې د اوکراين ولسمشر فولوديمير زيلنسکي ويلي، چې امريکا پر دغه هېواد د روسيې د تيري کولو شونتيا مبالغه کړې، هغه په دې شک لري، چې امريکا بل هدف لري.

د امريکا سياسي نيوز ورځپاڼې د زيلنسکي له ملګرو او ډلې څخه له خولې خبر ورکوي، چې د امريکا له حکومت څخه د زيلنسکي نه رضايت د سختېدو په حال کې دی، هغه په دې اندېښمن دی، چې امريکا په قصدي توګه ياده کړنه کړې، څو له روسيې سره کوم موافقه ليک لاسليک کړي.

امريکا، اوکراين او ناټو څو ورځې مخکې ويلي، چې روسيې د اوکراين ختيځې برخې ته په نژدې سرحدي سيمې کې سرتيري ځای پر ځای کړي او پر اوکراين د تيري کولو نيت لري. روسيې په کلکو ټکو ياد خبر رد کړ او پر دې ټينګار کوي، چې ناټو د روسيې امنيت تهديدوي، نو روسيه حق لري، چې د ملي حاکميت د ساتنې لپاره خپلې سرحدي سيمې ته ځواکونه ولېږي. (شکريه)