د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او د دغه هېواد دولتي شورا د ۲۰۲۲م کال د پسرلني جشن د لمانځنې ناسته تر سره کړه
CMG2022/01/31 10:21:51
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او د دغه هېواد دولتي شورا د جنورۍ د ۳۰مې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې د ۲۰۲۲م کال د پسرلني جشن د لمانځنې ناسته تر سره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دغه ناسته کې په خپله وينا کې د دغې کمېټې او د دولتي شورا په استازيتوب د چين د بېلا بېلو قومونو خلکو، د هانکانګ او مکاو د خاصې اداري سيمو وطنوالو، د تايوان وطنوالو او په نورو هېوادونو او سيمو کې ميشتو چينايانو او چيني ملت ته د نوي کال د مبارکۍ پيغام وړاندې کړی دی. 

نوموړي په خپله وينا کې پر دې ټينګار کړی، چې له سلو کلونو راهيسې، د چين د کمونېست ګوند او خلکو ټول برياليتوبونه د يووالي او کوښښونو پر مټ تر لاسه شوي دي، نو يووالی او کوښښ د چين د کمونېست ګوند او د چين د خلکو د روحيې ډېره ښکاره نښه ده. د چين د کمونېست ګوند له سل کلن تاريخ څخه څرګندېږي، چې يووالی قوت دی او کوښښ د ښه راتلونکي بنسټ دی. يوازې هغه ملت او ګوند چې په يووالي سره کوښښونو ته دوام ورکوي، بريالی کېدای شي. که څه باندې يو ميليارډ او څلور سوه ميليونه چينايان يو بل ته د لاسونو په ورکولو سره او د دغه ګوند څه باندې پنځه نوي ميليونه غړي له خلکو سره د زړونو په نښلولو سره د راتلونکي په لور قدمونه پورته کړي، چين به په مداومه توګه د زمانې په ازموينو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي. 

د معلوماتو له مخې، په دغه ناسته کې د لي که چيانګ، لې جان شو، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي، هان جنګ او وانګ چي شان په شمول د ګوند او دولت رهبرانو هم ګډون کړی و.