د د امريکا د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د جنورۍ په ۲۹مه نېټه وويل، چې د امريکې د لوی درستيزانو د جرګه ګۍ مشر مارک ميلي او د اوکراين د پوځ عمومي قوماندان زالوژنۍ تليفوني خبرې اترې کړي او د ختيځې اروپا د امنيتي وضعيت په اړه يې د نظريو تبادله کړې ده.
د روسيې خبري رسنيو د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په قول خبر ورکړی، چې د امريکا او اوکراين پوځي مشرانو د ختيځې اروپا د امنيتي وضعيت په اړه د نظريو تبادله کړې ده. ميلي د اوکراين له خپلواکۍ څخه د امريکا ملاتړ په ډاګه کړی او ويلي يې دي، چې امريکا به د اوکراين دفاعي توان لوړ کړي.
روسيې څو څو ځلې د لوېديځې نړۍ او اوکراين هغه خبر رد کړی، چې ګواکې روسیه پر اوکراين تېری کوي. لوېديځه نړۍ غواړي پر اوکراين د روسیې د تېري په پلمه د روسيې په شاوخوا کې د ناټو پوځي تجهيزات ځای پر ځای کړي.