د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د پسرلني جشن د لمانځنې په ناسته کې يوه مهمه وينا وکړه
CMG2022/01/31 14:11:25
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال د چين د پسرلني جشن د لمانځنې لپاره د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او د دغه هېواد دولتي شورا ناسته د جنورۍ د ۳۰مې نېټې د سهار په لسو بجو د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون د رئيس شي جين پينګ په شمول د دغه ګوند او دولت رهبرانو په دغه ناسته کې ګډون درلود.

د غونډې ټول تالار د خوشحالۍ او نيکمرغۍ له فضا څخه ګډ و او ټولو ګډون کوونکو د نوي کال د رارسېدو په مناسبت يو بل ته مبارکۍ او نيکې هيلې وړاندې کړې. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه ناسته کې يوه مهمه وينا وکړه او لومړی يې ټولو کسانو ته د نوي کال مبارکي وويله او د ښه او نيکمرغه ژوند هيلې ورته وړاندې کړې. ده وويل،

(( د چين د کرنيزې جنترۍ د پړانګ کال د پسرلني جشن د رارسېدو په وخت کې، موږ له تېر کال سره د خدای پامانۍ او د نوي کال د هر کلي په هکله دلته راغونډ شوي يو. ډېر خوشحاله يم. زه لومړی د دغه ګوند د مرکزي کمېټې او د هېواد د دولتي شورا په استازيتوب تاسو ټولو ته د دې جشن په مناسبت نيکې هيلې څرګندوم. د نوي کال په مناسبت د بېلا بېلو قومونو خلکو، د هانکانګ او مکاو د خاصې اداري سيمو وطنوالو، د تايوان وطنوالو او په نورو هېوادونو او سيمو کې مېشتو چينايانو او چيني ملت ته د مبارکۍ پيغام وړاندې کوم. نوی کال مو مبارک شه! ))

نوموړي په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه، چې په تېر کال کې چين د اقتصاد د پرمختګ او د کرونا وبا د کنترول او وقايي په برخه کې د نړۍ مخکښ مقام نيولی، د پرمختګ د نوي جوړښت د جوړولو پر لاره يې نوي ګامونه پورته کړي او د باکيفيته پرمختګ نوی برياليتوب يې تر لاسه کړی دی. د دې ترڅنګ، د هېواد ستراتيژيک علمي او تخنيکي قوت لا قوي شوی، د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير نوی شوی، د خلکو د ژوند د تامينولو توان لوړ شوی، ايکولوژيکي مدني ابادي په پر له پسې توګه پياوړې شوي، د کاربن د ايستنې د کنترول کارونه په هره ساحه کې ښه ترتيب شوي او د ملي دفاع او نظامي چارو ابادي هم پياوړې شوې ده. بر سېره پردې، په هانکانګ کې د شخړو او کشالو په ارامتيا سره د هېواد له بېلتون غوښتونکو سره د مقابلې او د هېواد د يووالي د ساتنې کارونه پياوړي شوي دي. د لوی هېواد په توګه د چين ځانګړتيا لرونکې ډيپلوماسۍ پر له پسې پرمختګ موندلی، د چين د کمونېست ګوند په تېر سل کلن تاريخ د زده کړو او ښوونې چارو د ليدو وړ پايلې تر لاسه کړي، د چين د ټولنې ارامتيا او ثابتوالی ښه ساتل شوی او د هېواد څوارلسم پنځه کلن پلان ښه پيل شوی دی. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې په سل کلن تاريخ کې د بې ساري بدلونونو او په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ياد برياليتوبونه پر نوي جريان او زمانې د دغه ګوند او د بېلا بېلو قومونو د خلکو باور پياوړی کړی دی.

نوموړي په خپله وينا کې تائيده کړه، چې د روان کال په دوهمه نيمايي کې به د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرس تر سره شي. په دغه کانګرس کې به د تېرو پنځو کلونو د کارونو په راغونډولو سره د راتلونکي پرمختګ نقشه طرحه شي. ده وويل، (( موږ بايد د چين په دننه او بهر کې د دوو عمومي اوضاعو په همغږۍ د (پنځو برخو د يو ځای کولو عمومي پلان) او ( په هره ساحه کې څلور ستراتيژيک ترتيبونه) تطبيق کړو، بايد د پرمختګ او امنيت په مرکزيت سره د کرونا وبا د کنترول تر څنګ د اقتصاد او ټولنې پرمختګ پياوړی کړو، بايد د ثابت پرمختګ پر اصولو ټينګار وکړو، بايد په بشپړه، دقيقه او هراړخيزه توګه د پرمختګ نوې مفکوره پلې کړو، بايد د پرمختګ د نوي جوړښت د جوړولو، په هره ساحه کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د ژورتيا، د باکيفيته پرمختګ د پياوړتيا او د خلکو د ژوند د ښه والي او خونديتوب د ساتلو لپاره پر له پسې هڅې وکړو او بايد د هېواد او ټولنې د خونديتوب په ساتلو سره د سياست په پاک او سپيڅلي چاپيريال کې د ياد کانګرس د تر سره کولو لپاره ښه زمينه برابره کړو. ))

نوموړي د دغې وينا په پای کې وويل،

(( د چين په دوديز کولتور کې پړانګ د حيواناتو پاچا يادېږي او د قوت، زړه ورتوب او غښتليتوب نښه بلل کېږي. نو موږ بايد د پړانګ په کال کې د پړانګ په شان د غښتلي بدن، قوي قوت او فعالې روحيې پر مټ د چين ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي سترو چارو د نوې پاڼې د پرانيستلو لپاره زيارونه وباسو. د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې او د معيوبينو ژمنۍ لوبې به ژر پيل شي، چينايان د دې لپاره چمتو دي، چې نړۍ ته سپيڅلې، ارامې او په زړه پورې اولمپيک لوبې وړاندې کړي. هيله ده، چې چيني او بهرني لوبغاړي به د پړانګ په شان په سياليو کې ښې پايلې تر لاسه کړي.))