د چين د يو مشهور لرغوني انځور په الهام به يو ځانګړی پروګرام نندارې ته وړاندې شي
CMG2022/01/31 16:15:30
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر د لمانځنې په مناسبت په هنري ننداره کې به د سيندونو او غرونو نقشې په نوم د چين د يوه مشهور لرغوني انځور په الهام د شعر او نڅا ځانګړی پروګرام نندارې ته وړاندې شي.

(( د سيندونو او غرونو نقشه )) د چين په تاريخ کې د منظرو له ډېرو مشهورو او ارزښتناکو اثارو څخه ده. دغه انځور د چين د سونګ امپراطورۍ سلسلې د مشهور انځورګر وانګ شي منګ له خوا جوړ شوی او اوږدوالی يې ۱۱.۹ متره او سور يې ۵۱.۵ متره دی. په دغه انځور کې ظريفې او ښکلې منظرې پنځول شوي دي.

دغه انځور په ۲۰۱۷م کال کې د چين د امپراطورۍ ماڼۍ په موزيم کې هم نندارې ته وړاندې شو.


د ځانګړي پروګرام عکسونه