د اولمپيک د سوله ييزې کمېټې مرستيال: د اولمپيک روحيه د انسانانو د برخليک ټولنې له مفکورې سره يو شان ده
CMG2022/01/31 14:27:58
شريکول:

د اولمپيک د سوله ييزې کمېټې مرستيال جيورګوس پاپندريو په دې وروستيو کې د چين د ګوانګ مينګ ورځپاڼې له خبريال سره په مرکې کې ويلي، چې د اولمپيک روحيه او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره په اصل کې ورته والی او ګډې غوښتنې لري، چې مختلف هېوادونه دې متقابل درناوی، برابر سلوک، سوله ييز ګډ ژوند او همکارۍ وکړي، د انسانانو د ګډو ننګونو ضد مبارزې او ښه راتلونکي د ابادۍ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې، دا ټولو ته مالومه ده، چې چين څه باندې ۱۲۰ زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته له ۲ ميليارډو زيات د کرونا وبا ضد واکسينونه ورکړي او له زياتو هېوادونو سره يې د ستونزو د ليري کولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې کړي او کوي يې.