سي اېم جي د پسرلني جشن د ماښامۍ هنري نندارې له لارې نړيوالو ته د پړانګ کال نيکې هيلې وړاندې کوي
CMG2022/01/31 19:31:46
شريکول:

    

د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې، د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ ۳۱مه نېټه د ( چو شي) له ورځې سره برابره ده، چې مانا يې د چين د دوديز کرنيز کال وروستنۍ ورځ ده.

(د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د لمانځنې د ماښامۍ هنري نندارې صحنه )

د چين ميډيا ګروپ به په همدې شپه د ۲۰۲۲م کال د پسرلني جشن د لمانځنې لپاره نړيوالو ته ماښامي هنري ننداره وړاندې کړي. په دغه ننداره کې به د راتلونکې په لور علمي او تخنيکي نندارې د نړيوالو نندارچيانو ته وړاندې کړي او له دې لارې به يې له نړيوالو سره يو ځای د پړانګ کال هر کلی ووايه.

(د ۱۹۸۳م کال د پسرلني اختر د لمانځنې د ماښامۍ هنري ننداره)

د معلوماتو له مخې، له ۱۹۸۳م کال راهيسې، د چين مرکزي ټلويزيون د هر کال د ( چو شي) په ماښام د نوي کال او پسرلني جشن د لمانځنې لپاره يوه هنري ننداره جوړوي، چې دغه ننداره په چين کې د ( چون وان) په نوم يادېږي او پوره نوم يې د پسرلني جشن د لمانځنې د ماښامۍ هنري ننداره ده. چينايان اوس دود لري، چې د (چو شي) په ماښام د کورنۍ ټول غړي سره يو ځای راغونډېږي او په ګډه له دغې نندارې څخه خوند اخلي. د ( چون وان) کتنه د ( جياو ځه ) د خوړلو او د ( چون ليان) د نصبولو په شان د پسرلني جشن دود ګرځېدلی دی. ( جياو ځه) د چين يو ډول دوديز خواړه دي او ( چون ليان) په سور رنګه کاغذونو باندې د  نيکو هيلو ليکل شوي بيتونه دي. دغه ننداره په چين کې ډېره لوړه سويه لرونکې ټلويزيوني هنري ننداره بلل کېږي او د ګېنز د نړيوالو ريکارډونو له مخې د دې نندارې د پروګرام کتونکي په نړۍ کې تر ټولو زيات دي..