د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د مالتا ولسمشر جورج ويلا د جنورۍ په ۳۱مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي، چې د چين او مالتا ترمنځ اړيکې ورځ تر بلې پياوړې کيږي او د کرونا وبا ضد مبارزې کې يې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. نوموړي هيله ښودلې، چې له ولسمشر ويلا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستۍ او همکارۍ لا پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.
جورج ويلا په خپل پيغام کې ويلي، چې مالتا به د اروپايي ټولنې او چين ترمنځ د همکاريو له پياوړتيا څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره به هڅې وکړي.